مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
افغانستان ته د میت لیږدول
افغانستان ته د مړي د انتقال لپاره د تصدیق سند ترلاسه کولو په اړه معلومات
کله چې د افغانستان یو تبعه په آلمان کې وفات شي، د افغانستان جنرال قونسلګري (بن) کولای شي د متوفی د کورنۍ یا اړوندو آلماني مقاماتو لپاره یوه ملاتړیک لیک صادر کړي، تر څو د متوفی د انتقال بهیر افغانستان ته اسانه کړي. دغه لیک د اړوند هېوادونو د ترانزیټي مقاماتو، د هوایي ډګرونو او د نورو رسمي ارګانونو سره د همغږۍ په برخه کې مرسته کوي، څو د جنازې د لېږد چارې بې ستونزې ترسره شي.
همدارنګه، که د آلمان مقاماتو غوښتنه وکړي او متوفی افغان وارث ونه لري، نو جنرال قونسلګري کولی شي ورته یو ملاتړلیک صادر کړي. دا لیک صرف د دې لپاره دی چې د متوفی د انتقال قانوني او اداري چارې له خنډ پرته پر مخ ولاړې شي. دی
مهم معلومات او لارښوونې
- دا خدمات د پوست یا برېښنالیک (ایمیل) له لارې هم ترسره کېدای شي.
- په جرمني کې اړوند چارواکي یا د مړ شوي کس کورنۍ کولی شي د ملاتړ لیک غوښتنه د لاندې برېښنالیک له لارې ډکه او واستوي: legal@afghanconsulatemuc.de. که اړتیا وي، باید د هغو کسانو نومونه هم ولیکل شي چې د مړي د انتقال پر مهال افغانستان ته د سفر نیت لري. د سپارل شوي فورم سره باید اړین اسناد هم ضمیمه شي.
اړین اسناد
د جنازې د لېږد د تأیید/حمایوي لیک د غوښتنې لپاره، لاندې اسناد اړین دي:
- د افغان تابعیت ثبوت: غوښتونکی باید د مړ شوي کس د تذکرې یا د افغان پاسپورټ کاپي واستوي.
- غوښتونکی باید د مړینې سند چې د اړوند ښاروالۍ له خوا صادر شوی وي، واستوي.
- دغه سند معمولاً لاندې معلومات لري
- د مړي په اړه جزئیات: د مړي په اړه شخصي معلومات.
- د کورنۍ معلومات (د والدینو، اولادونو او مخکنۍ مېرمنې جزئیات)
- د وفات علت او طبي وضعیت
- د راپور ورکوونکي معلومات (نوم، پته، او له متوفی سره د خپلولي بڼه)
- د طبي برخې تأیید: دا تأییدوي چې د متوفی د انتقال پر مهال، هېڅ ډول روغتیایي خطر د نورو وګړو یا د ورتګ هېوادونو ته متوجه نه دی.
- د کفن کولو تأیید: دا سند ښیي چې متوفی د اسلامي اصولو یا اړونده دیني/سیمهییزو رواجونو له مخې کفن شوی دی.
- فیس: دا خدمت وړیا وړاندې کېږي.
د سند صادرول
د اسنادو ترلاسه کول: کله چې ټول اړین اسناد د برېښنالیک یا پوست له لارې (لکه څنګه پورته تشریح شول) ترلاسه شي، جنرال قونسلګري به د هماغه ورځې په اوږدو کې ملاتړیک لیک صادر کړي.
- د لیک سکین شوې کاپي به د برېښنالیک له لارې درخواست کوونکي ته واستول شي.
- که د بېرته لېږد پاکټ (Prepaid Envelope) چمتو شوی وي، نو د لیک اصلي نسخه به درخواست کوونکي ته هم د پوست له لارې ولېږل شي.
که د آلماني مقاماتو له خوا د متوفی د زیږون سند (سند تولدی) ته اړتیا وي، نو کولای شئ د لاندې لېنک له لارې وړیا غوښتنه وکړئ: سندتولدی