مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
وکالت نامه
د وکالت نامه ترلاسه کولو معلومات
د افغانستان اتباع چې په جرمني کې مېشت وي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په بایرن او بادن-وورتمبرګ کې اوسیږي، کولی شي د دې قونسلګرۍ له لارې د وکالت خط لپاره غوښتنه وکړي.
مهم معلومات او لارښوونې
- غوښتونکي باید د دوه بالغانو افغان شاهدانو سره يوځای شخصاً قونسلګرۍ ته حاضر شي. دا سند د غوښتونکو له حاضرۍ پرته، د پوست له لارې يا آنلاین نه شي ترلاسه کېدلی او نه هم صادرېدلی.
- مهم: غوښتونکي باید مخکې له مخکې د لاندې لینک له لارې نوبت واخلي: [ترمین].
بې له نوبت څخه قونسلګرۍ ته تګ اجازه نه لري. - درخواست ها در روزها و ساعات رسمی کاری قونسلگری پذیرفته میشوند.
اړین اسناد
الف. د نکاح سند لپاره وکالتنامه
د وکالتنامې سند لپاره د غوښتنې کولو لپاره لاندې اسناد ته اړتیا ده:
- د غوښتنلیک فورمه: غوښتونکي باید د غوښتنلیک فورمه په دقت سره په دري يا پښتو ژبه ډکه کړي، ترڅو د نومونو، نيټو، شمیرو او ځایونو کره والي یقیني شي. فورمه باید په واضح ډول د وکالت خط موضوع او د وکیل د صلاحیت حدود مشخص کړي. د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه ښکته کړئ [دلته].
- شخصي مراجعه کوم خاوند او میرمن چې په آلمان کې اوسیږي، د دواړو حضوری شتون او د لاندې اسنادو برابرول اړین دي:
- یوه رسمي غوښتنلیک چې پکې د واده نیټه او ځای واضح لیکل شوي وي.
- د افغان تابعیت ثبوت: غوښتونکي (میړه یا مېرمن) او دوه شاهدان باید خپل اصلي تذکره، برېښنايي تذکره [نمونه] یا افغان پاسپورټ، او د هغوی کاپيګانې وړاندې کړي.
- د جرمني د استوګنې ثبوت: غوښتونکي (میړه یا مېرمن) او دوه شاهدان باید د خپل Aufenthaltstitel / Personalausweis [نمونه] دواړو خواوو کاپي وړاندې کړي، ترڅو د لرونکي نوم او پته ښکاره وي.
- دوه د پاسپورټ اندازې عکسونه: غوښتونکي (میړه یا مېرمن) او دوه شاهدان باید دوه تازه اخیستل شوي عکسونه د سپین شالید سره [نمونه] وړاندې کړي.
- د وکیل یا نماینده قانوني اسناد: په افغانستان یا بل هېواد د وکیل د تذکرې کاپي او نوې عکس (د اړتیا په صورت کې).
ب. د نورو ډولونو وکالتنامې
- د غوښتنلیک فورمه: غوښتونکي باید د غوښتنلیک فورمه په دقت سره په دري يا پښتو ژبه ډکه کړي، ترڅو د نومونو، نيټو، شمیرو او ځایونو کره والي یقیني شي. فورمه باید په واضح ډول د وکالت خط موضوع او د وکیل د صلاحیت حدود مشخص کړي. د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه ښکته کړئ [دلته].
- متقاضي باید د دوه شاهدانو سره د لاندې اسنادو په لرلو قونسلګرۍ ته مراجعه وکړم:
- د افغان تابعیت ثبوت: غوښتونکي او دوه شاهدان باید خپل اصلي تذکره، برېښنايي تذکره [نمونه] يا افغان پاسپورټ، او د هغوی کاپيګانې وړاندې کړي.
- د جرمني د استوګنې اجازې ثبوت: غوښتونکي او دوه شاهدان باید د خپل Aufenthaltstitel / Personalausweis [نمونه] دواړو خواوو کاپي وړاندې کړي، ترڅو د لرونکي نوم او پته ښکاره وي.
- دوه د پاسپورټ اندازې عکسونه: غوښتونکي او دوه شاهدان باید دوه تازه اخیستل شوي عکسونه د سپین شالید سره [نمونه] وړاندې کړي.
- د وکیل یا نماینده قانوني اسناد: په افغانستان یا بل هېواد د وکیل د تذکرې کاپي او نوې عکس (د اړتیا په صورت کې).
- د املاکو اړوند اسناد: که د ملکیت موضوع وي او میراثي بڼه ولري، متقاضي باید د حصر وراثت کاپي او د مالکیت سند (لکه د خرڅولو قباله) یا د مالکیت دقیق معلومات وړاندې کړي.
یادونه: که چیرې د محکمې د قانوني دعوا یا تقابلي دعوا لپاره وکالتنامه جوړه شوې وي، نو ټاکل شوی وکیل باید یا یو جوازلرونکی (مجاز) حقوقي وکیل وي یا د موکل د کورنۍ نږدې غړی (پلار، مور، اولاد یا لمسی د هماغې کورنۍ نسل) وي
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
فیس: د وکالت خط فیس ۳۰۰ یورو دی. پیسې یوازې د بانک کارت له لارې ادا کېدای شي.
په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره راوړئ، ترڅو د پروسس په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي. نیمګړي غوښتنلیکونه به نه منل کېږي.