د جرمي مسؤلیت د نشتوالي سند

د جرمي مسؤلیت د نشتوالي سند ترلاسه کولو په اړه معلومات

په جرمني کې میشت د افغانستان اتباع، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په بایرن (Bayern) او بادن-وورتنبرګ (Baden-Württemberg) کې اوسیږي، کولای شي په دې جنرال قونسلګرۍ کې د پولیسو د نه جریمې یا د سوابقو د پاکوالي سند (Police Clearance Certificate) لپاره غوښتنه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. غوښتونکي باید په خپله عمومي قونسلګرۍ ته ورشي. د غوښتونکي د نه شتون په صورت کې، او یا هم د پوست او انلاین لارو، د دې سند پروسس یا صادرول ممکن نه دي.
  2. مهم: غوښتونکي باید له مخکې نه د لاندې لینک له لارې ملاقات (موعد) بوک کړي: [ترمین].
    بې له ټاکلي ملاقات څخه قونسلګرۍ ته راتګ اجازه نه لري.
  3. متقاضي باید خپله غوښتنه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په ترڅ کې وسپاري
اړین اسناد
د جرمي مسؤلیت د نشتوالي سند د غوښتنې لپاره لاندې اسناد اړین دي:
  • اړین اسناد آنلاین اپلوډ کړئ .
  • غوښتنلیک: غوښتونکي باید قونسلګرۍ ته یو رسمي غوښتنلیک ولیکي. په دې لیک کې باید د غوښتنې ډول روښانه وښودل شي او بشپړ نوم، د پلار نوم، د زیږون نیټه او ځای، اوسني پته او د اعتبار وړ تماس شمېره پکې شامل وي.
  • د پولیسو د نه جریمې یا د سوابقو د پاکوالي د تصدیق پاڼې فورمه: غوښتونکي باید د غوښتنلیک فورمه په انګلیسي او دري/پښتو ژبو ډکه کړي؛ د فورمې د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ .
  • د ۳×۴ اندازې بایومیټریک عکس چې شالید یې په بشپړ ډول سپین وي.
  • د تذکرې یا افغان پاسپورټ کاپي: غوښتونکی باید د خپلې تذکرې یا اعتبار لرونکي پاسپورټ کاپي او اضافي کاپيانې وړاندې کړي.
  • د آلمان د اقامت مدرک: غوښتونکي باید د خپل پیژندپاڼې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه خواوې – چې نوم او پته وښيي) وړاندې کړي.
  • د ملاتړ لیک: غوښتونکي باید د اړوندو چارواکو لخوا د ملاتړ یو لیک وړاندې کړي چې پکې د پولیسو د پاکوالي سند (Police Clearance Certificate) غوښتنه شوې وي.
د سند صادرول

سند د لاندې مرحلو تر بشپړولو وروسته صادریږي:

  • فیس: د پولیسو د نه جریمې یا پاکې مخینې د سند (Police Clearance Certificate) فیس ۱۰ یورو دی. تادیه د بانکي کارت له لارې ترسره کیدی شي.

  • صدور: د ټولو اړتیاوو تر بشپړولو وروسته، ستاسو غوښتنه ارزول کېږي او اړوند سند صادریږي. سند به بیا د پوستې له لارې تاسو ته واستول شي.

  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا پروسه ممکن یو څه وخت ونیسي، ځکه چې دا د څو ادارو سره همغږي ته اړتیا لري. ستاسو زغم او پوهه ډېره ستایل کېږي.

مهم ټکي

د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره ولرئ ترڅو په پروسه کې د ځنډ څخه مخنیوی وشي. نیمګړي غوښتنې نه منل کېږي