مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
مونشن - د آلمان فدرالي جمهوریت
حصر وراثت
د حصر وراثت ترلاسه کولو معلومات
د افغانستان اتباع چې په آلمان کې مېشت وي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په بایرن او بادن-وورتمبرګ ایالتونو کې ژوند کوي، کولای شي د میراث سند لپاره د دې جنرال قونسلګرۍ له لارې غوښتنه وکړي.
مهم معلومات او لارښوونې
- درخواست کوونکي باید د درېو تصدیق کوونکو او دوو شاهدانو سره چې بالغ او د افغانستان اتباع وي، شخصاً قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. دا سند د درخواست کوونکي له حضور پرته، د پوست یا انلاین له لارې نه پروسس او نه هم صادرېدلی شي.
- مهم: غوښتونکي باید مخکې له مخکې د لاندې لینک له لارې نوبت واخلي: [ترمین].
بې له نوبت څخه قونسلګرۍ ته تګ اجازه نه لري. - درخواست ها در روزها و ساعات رسمی کاری قونسلگری پذیرفته میشوند.
اړین اسناد
د حصر وراثت د صادرولو د غوښتنې لپاره د لاندې اسنادو برابرول اړین دي:
- د غوښتنلیک فورمه: وارث باید د غوښتنلیک فورمه په دقت سره په دري يا پښتو ژبه ډکه کړي، او د نومونو، نیټو، شمېرونو او ځایونو دقت ته پوره پام وکړي.
- وارث (یا وارثان): لږ تر لږه یو وارث، د درې تنو اقرارکوونکو او دوو تنو شاهدانو سره، چې بالغ وي او د افغانستان تابعیت ولري، باید حضوري ډول قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او لاندې اسناد وړاندې کړي:
- د افغانستان تابعیت ثبوت: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید خپله اصلي تذکره، برېښنايي تذکره یا د افغانستان پاسپورټ د اړوندو کاپيانو سره یوځای وړاندې کړي.
- د آلمان د اقامت جواز ثبوت: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید د خپل Aufenthaltstitel یا Personalausweis (پېژندپاڼه) کاپي (دواړه مخونه چې د لرونکي نوم او پته ښکاره کړي) [نمونه] وړاندې کړي.
- دوه د پاسپورټ اندازې عکسونه: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید دوه تازه اخیستل شوي عکسونه د سپین شالید سره [نمونه] وړاندې کړي.
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
دوه د پاسپورټ اندازې عکسونه: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید دوه تازه اخیستل شوي عکسونه د سپین پسمنظر سره [نمونه] وړاندې کړي.
په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره راوړئ، ترڅو د پروسس په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي. نیمګړي غوښتنلیکونه به نه منل کېږي.