د پاسپورټ د غوښتنلیک لپاره منفي تصدیق

د پاسپورټ د غوښتنلیک لپاره د منفي تصدیق د ترلاسه کولو معلومات

هغه د افغانستان اتباع چې په جرمني کې مېشت دي، په ځانګړي ډول د بایرن او بادن-وورتمبرګ ایالتونو اوسېدونکي، او د افغانستان تذکره لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا نه ده تصدیق شوې، چې له امله یې د نوي پاسپورټ لپاره د غوښتنې حق نه لري، او همدارنګه زوړ پاسپورټ د تمدید لپاره نه لري، کولای شي په دې قونسلګرۍ کې د دغه تصدیق لپاره غوښتنه وکړي.

اړین اسناد
  1. د آنلاین غوښتنې ډک شوی فورم: فورمه آنلاین ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر مو خوندي وساتئ. د غوښتنلیک فورمه دلته ترلاسه کړئ [دلته].
  2. د افغانستان تابعیت ثبوت: د متقاضي د تذکرې دواړه مخونه باید واضح او د لوستلو وړ وي، او د آنلاین غوښتنې پر مهال اپلوډ شي.
  3. هغه ماشومان چې د افغان والدینو له لوري په آلمان کې زېږېدلي وي، باید د خپلې زیږون سند (سند تولدي) سره د والدینو د تذکرو کاپي وړاندې کړي.
  4. د جرمني د اقامت اجازې ثبوت: ډاډ ترلاسه کړئ چې د غوښتونکي د Aufenthaltstitel یا Personalausweis (نمونه) دواړه خواوې په واضح او لوستونکي ډول د انلاین غوښتنلیک د ډکولو پر مهال پورته (اپلوډ) شي.
  5. فیس: د پاسپورټ د غوښتنلیک لپاره د منفي تصدیق فیس ۱۰ یورو دی.
د غوښتنې سپارلو لارې
  • خپله غوښتنه د قونسلګرۍ د کاري ورځو او ساعتونو په جریان کې وسپارئ. پیسې یوازې د قونسلګرۍ په دفتر کې د بانکي کارت له لارې ورکول کېدای شي.
  • مهم: غوښتونکي باید له مخکې د لاندې لینک له لارې ملاقات وخت (ترمین) ثبت کړي: [ترمین].
    بې له ملاقات وخت ټاکلو قونسلګرۍ ته مراجعه کول اجازه نه لري.
  • هغه غوښتونکي چې غیر تایید شوې افغان تذکره لري او د نوي پاسپورټ د اخیستلو وړ نه دي، او همدارنګه هغه کسان چې د تمدید لپاره زوړ پاسپورټ نه لري، کولای شي دا تصدیق ترلاسه کړي څو خپلې اداري ستونزې حل کړي.
  • د سفر سند د صدور تضمین نه دی: که د سفر سند (Travel Document) ته اړتیا لری، دا د آلماني چارواکو واک دی چې د دې تأییدۍ او نورو اړوندو اسنادو د ارزونې پر بنسټ د سفر سند د صدور په اړه خپله پرېکړه وکړي.
  • مهرباني وکړئ یادونه وکړئ چې د دې سند صادرېدل د آلمان چارواکو لخوا د سفر سند د منظورۍ یا صادرېدو تضمین نه کوي.