د زوجیت وثیقه

د تصدیق زوجیت (د واده تصدیق) ترلاسه کولو لارښود

هغه افغان جوړې چې مخکې واده کړي وي او په جرمني کې مېشت وي، په ځانګړي ډول د بایرن او بادن-وورتمبرګ ایالتونو اوسېدونکي، کولای شي په دې قونسلګرۍ کې د واده د تصدیق لپاره غوښتنه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. د خاوند او مېرمنې ترڅنګ درې شاهدان او دوه تصدیق کوونکي، چې باید بالغ او د افغانستان اتباع وي، باید شخصاً قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. دا سند د غوښتونکو له شتون پرته، د پوست یا انلاین له لارې نه شي صادرېدلی یا پروسس کېدای.
  2. مهم: غوښتونکي باید مخکې له مخکې د لاندې لینک له لارې نوبت واخلي: [ترمین].
    بې له نوبت څخه قونسلګرۍ ته تګ اجازه نه لري.
  3. درخواست ها در روزها و ساعات رسمی کاری قونسلگری پذیرفته میشوند.
اړین اسناد

د واده د سند د ترلاسه کولو لپاره، لاندې اسناد اړین دي:

  • د واده د تصدیق فورمه: غوښتونکي (خاوند/مېرمن) باید دغه فورمه د خپل، شاهدانو او تصدیق کوونکو د ټولو اړینو معلوماتو سره ډکه کړي. سربېره پر دې، غوښتونکي باید خپل عکسونه ضمیمه کړي او د اړتیا په صورت کې لاسلیک یا ګوتې نښه ورکړي. دغه فورمه له [دلته] څخه ترلاسه کېدای شي او باید په قونسلګرۍ کې ډکه شي.
  • د افغانستان د تابعیت ثبوت: غوښتونکي (خاوند او مېرمن) او پنځه شاهدان/تصدیق کوونکي باید خپله اصلي تذکره، برېښنايي تذکره (e-Tazkira) یا د افغانستان پاسپورټ، د نقلونو سره یو ځای، وړاندې کړي.
  • د جرمني د اقامت اجازې ثبوت: غوښتونکي (خاوند او مېرمن) او پنځه شاهدان/تصدیق کوونکي باید د خپل Aufenthaltstitel یا Personalausweis (نمونه) دواړه خواوې، چې د لرونکي نوم او پته پکې ښودل شوي وي، نقل وړاندې کړي.
  • دوه د پاسپورټ اندازې عکسونه: غوښتونکي (خاوند/مېرمن) او پنځه شاهدان/تصدیق کوونکي باید دوه تازه اخیستل شوي عکسونه د سپین شالید سره [نمونه] وړاندې کړي.
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • مخامخ مرکه: غوښتونکي (خاوند/مېرمن) باید په قونسلګرۍ کې حتمي مرکې ته حاضر شي، چې پکې به د دوی واده د سپارل شوو اسنادو او د غوښتنلیک پر مهال د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ تایید شي.

  • فیس: د واده د تصدیق فیس ۵۰ یورو دی. پیسې یوازې د بانکي کارت له لارې ورکول کېدای شي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي

د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره راوړئ، ترڅو د پروسس په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي. نیمګړي غوښتنلیکونه به نه منل کېږي.