تثبیت هویت سند

د تثبیت هویت سند ترلاسه کولو لپاره معلومات

د افغانستان اتباع چې په جرمني کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په بایرن او بادن-وورتمبرګ ایالتونو کې اوسیږي او د پېژندنې اسناد لکه تذکره یا ملي پاسپورټ نه لري او د جرمني چارواکو لپاره د هويت ثبوت ته اړتیا لري، کولای شي د دې قونسلګرۍ له لارې د هويت د تصدیق لپاره غوښتنه وکړي.

د تذکرې ورکړه دا مهال ممکنه نه ده؛ له همدې امله دا خدمت په اوس وخت کې نه وړاندې کېږي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. غوښتونکی باید شخصاً جنرال قونسلګرۍ ته حاضر شي. دا سند د غوښتونکي له حاضرۍ پرته، د پوست یا انلاین له لارې نه شي پروسس او صادرېدلی.
  2. مهم: غوښتونکي باید مخکې له مخکې د لاندې لینک له لارې ځان ته ملاقات وټاکي: [ترمین].
    بې له ملاقات ټاکلو د قونسلګرۍ ته ورتګ اجازه نه لري.
  3. ماشومان باید د خپل مور او پلار یا قانوني سرپرست سره یوځای د قونسلګرۍ عمومي دفتر ته ورشي.
  4. غوښتنلیکونه یوازې د جنرال قونسلګرۍ په رسمي کاري ورځو او ساعتونو کې منل کېږي.
اړین اسناد

د تثبیت هویت سند لپاره د غوښتنې لپاره لاندې اسناد اړین

  • د خپلې تذکرې او د خپلې کورنۍ د دوه نږدې غړو د تذکرو کاپي: غوښتونکی باید د خپلې تذکرې کاپي او د خپلوانو (لکه پلار، ورور، نیکه، تره، یا د پلار له طرفه د تره زوی) د دوو نږدې غړو د تذکرو کاپيانې وړاندې کړي.
  • د جرمني د استوګنې جواز ثبوت: غوښتونکی باید د خپل اوفینتالتستایتل/پرسونل هوزوایز / [نمونه] کاپي (دواړه خواوې – چې د دارنده نوم او پته څرګندوي) وړاندې کړي.
  • د ملاتړ اسناد: هغه اسناد چې د افغانستان د حکومت له لوري د آلمان ته د راتګ دمخه صادر شوي وي؛ لکه: دیپلومونه، د رأی ورکولو کارتونه، د نظامي خدمت کارتونه، او داسې نور.
  • د پاسپورټ-سایز دوه قطعه انځورونه: متقاضي باید دوه نوې پاسپورټي انځورونه، د سپین شالید سره وسپاري. انځورونه [نمونه]
  • ډک شوی د غوښتنلیک فورم: فورم ترلاسه کړئ او ډک یې کړئ. فورم له دې ځایه ښکته کړئ: [دلته].
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • حضوري مرکه: غوښتونکي باید د قونسلګرۍ عمومي دفتر ته حتمي مرکه لپاره حاضر شي، چیرې چې به یې پېژندنه د وړاندې شویو اسنادو او د غوښتنلیک پر مهال د ورکړل شوو معلوماتو پراساس تایید شي.

  • فیس: د هویت د تصدیق فیس ۷۰ یورو دی. پیسې د بانک کارت له لارې ورکړل کېدای شي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي
  • د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره راوړئ، ترڅو د پروسس په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي. نیمګړي غوښتنلیکونه به نه منل کېږي.
  • د ملي هویت سند بدیل نه دی: د تثبیت هویت سند د افغانستان د تذکرې یا پاسپورت بدیل نه بلل کېږي. دا سند یوازې د متقاضي د هویت د ثابتولو لپاره صادریږي.
  • که تذکره لرئ، اړتیا نشته: هغه افغان اتباع چې دمګړۍ بااعتباره تذکره لري، د دغه سند د اخستلو اړتیا نه لري.
  • د آلمانیو ادارو ملاتړ: دا سند په ځانګړې توګه د دې لپاره طرحه شوی چې د افغان اتباعو سره د آلماني مقاماتو د قانوني یا اداري غوښتنو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.
کاري ساعتونه