د مجردۍ وثیقه

د مجردۍ وثیقه ترلاسه کولو معلومات

د افغانستان اتباع چې په آلمان کې مېشت وي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په بایرن او بادن-وورتمبرګ ایالتونو کې ژوند کوي، کولای شي د مجردۍ سند لپاره د دې قونسلګرۍ له لارې غوښتنه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. درخواست کوونکي باید د درېو تصدیق کوونکو او دوو شاهدانو سره چې بالغ او د افغانستان اتباع وي، شخصاً قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. دا سند د درخواست کوونکي له حضور پرته، د پوست یا انلاین له لارې نه پروسس او نه هم صادرېدلی شي.
  2. مهم: غوښتونکي باید مخکې له مخکې د لاندې لینک له لارې نوبت واخلي: [ترمین].
    بې له نوبت څخه قونسلګرۍ ته تګ اجازه نه لري.
  3. غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په جریان کې منل کېږي.
اړین اسناد

د مجردۍ سند د ترلاسه کولو لپاره، لاندې اسناد اړین دي:

  • د مجردۍ سند فورمه: درخواست کوونکي باید دا فورمه په بشپړ ډول د ځان، درېو تصدیق کوونکو او دوو شاهدانو د معلوماتو سره ډکه کړي. سربېره پردې، درخواست کوونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید خپل انځورونه ضمیمه کړي او لکه څنګه چې غوښتنه شوې وي، خپل لاسلیکونه یا د ګوتې نښه ورکړي. دا فورمه یوازې له [دلته] څخه ښکته کېدای شي.
  • د افغانستان تابعیت ثبوت: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید خپله اصلي تذکره، برېښنايي تذکره یا د افغانستان پاسپورټ د اړوندو کاپيانو سره وړاندې کړي.
  • د آلمان د اقامت جواز ثبوت: غوښتونکي، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید د خپل اقامت جواز (Aufenthaltstitel) یا پېژندپاڼې (Personalausweis) کاپي (دواړه مخونه چې د لرونکي نوم او پته ښکاره کړي) وړاندې کړي. [نمونه]
  • د پراخې ثبتونې سند: غوښتونکي باید یوه Erweiterte Meldebescheinigung [نمونه] وړاندې کړي، ترڅو دا ثابته کړي چې هغوی له افغانستان څخه د وتلو او په آلمان کې د پناه غوښتنې پر مهال د ۱۸ کلونو څخه کم عمره وو.
  • د پاسپورټ د اندازې دوه انځورونه: غوښتونکی، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید په سپین شالید کې دوه تازه اخیستل شوي انځورونه وړاندې کړي. عکس [نمونه[
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • مخامخ مرکې: غوښتونکي باید حتمي مرکه د قونسلګرۍ په مقر کې ترسره کړي، چیرته چې د دوی د مجردۍ حالت د سپارل شویو اسنادو او د غوښتنلیک پر مهال ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ تصدیق کیږي.

  • فیس: د مجردۍ سند فیس ۷۵ یورو دی. پیسې یوازې د بانک کارت له لارې ورکول کېدی شي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي
  • د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد له ځان سره راوړئ، ترڅو د پروسس په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي. نیمګړي غوښتنلیکونه به نه منل کېږي.
  • پورته معلومات یوازې هغو افغان اتباعو ته ځانګړي دي چې د ۱۸ کلنۍ څخه کم عمر کې آلمان ته رسیدلي وي.
  • هغه غوښتونکي چې آلمان ته د ۱۸ کلنۍ یا له هغه څخه په لوړه عمر کې رسیدلي وي، باید لومړی د مجردۍ سند د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه د وکالت خط لپاره غوښتنه وکړي.
  • د سند اعتبار: د تصدیق مجردی اعتبار د صادرېدو له نیټې څخه د ۶ میاشتو لپاره دی.